افغانستانخبرونه

ټرمپ: افغانستان ته مو میلیاردونه ډالر ورکړي او ممکن بېرته یې ترې وغواړو

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، که څه هم افغانستان ته ورکړل شوې وسلې یې زړې شوي، خو ممکن د بېرته اخیستلو غوښتنه یې وکړي.

هغه افغانستان سره د شوې مرستې په اړه هم یادونه کړې او ویلي، چې دغه هېواد ته یې میلیاردونه ډالر ورکړي او ښايي بېرته یې ورڅخه وغواړي.

ټرمپ په افغانستان کې له امریکا څخه د پاتې وسلو ارزښت ۷ میلیارده ډالر بللی او تر دې وړاندې یې هم ټینګار کړی، چې دغه وسلې به له طالبانو څخه واخلي.

طالبانو تر دې وړاندې د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان کې پاتې شوې وسلې غنیمت بللې وې.

دوی ویلي وو، چې هیچا ته به دغه وسلې ورنکړي.