خبرونهنړۍ

اوراسيا: پر ډیورنډ کرښه د پاکستان-افغانستان کړکېچ مخ په زیاتېدو دی

د اوراسیا تحلیلي شبکې په یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه کړکیچ ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دى.

د چمن – سپین بولدک پر پوله تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې پاکستان تېر کال د پولې دواړو غاړو ته له ویزې او پاسپورټ پرته پر دغه پوله د تګ راتګ بندیز ولګاوه او د چمن سیمې اوسېدونکو د پاکستان له لوري د دې پرېکړې له اعلان وروسته د چمن – سپین بولدک پر پوله د تګ راتګ بندیز په غبرګون کې د دغه هېواد حکومت پر ضد اعتراض وکړ.

د دغه راپور له مخې، په چمن سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د ۹ میاشتو په اعتراضونو کې له ۴۰ زیات کسان نیول شوی او لږ تر لږه د ۱۷ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۸ کوونکي لاريون  ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان اتباع یوازې د خپلو پېژندپاڼو« تذکرو» په ښودلو له دې کرښې اوړېدل.

اوراسيا لیکي چې د پاکستان د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه نه یوازې د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ته، چې له کلونو راهیسې ترې په عادي ډول تېرېدل، ستونزمن کړي دي.؛ بلکي له ۲۰ زرو څخه زیات ځايي کارګران یې بې روزګاره کړي دي.