
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د جرمني رسنیو د را پور له مخې؛ د افغانستان ۱۷۴ اتباع چې د جرمني هېواد لخوا ورسره د منلو ژمنه شوې وه، پرون د اسلامآباد څخه په یوه الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.
د را پورونو له مخې؛ په دغه کسانو کې ۸۲ ښځې او ۹۲ نارینه شامل و، چې ۷۴ تنه په کې د اتلس کالونو کم عمر او ۹ تنه ماشومان له دوه کلونو کم عمره وو.
د جرمني د فدرالي کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د منلو په برخه کې، امنیت زموږ لومړیتوب دی. دا ټول کسان په ډېر دقت سره کنټرول شوي او معاینه شوي دي.»
د راپور له مخې، د جرمني د فدرالي کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه کسان له الوتنې مخکې د امنیتي معایناتو مفصلې پروسې څخه تېر شوي دي.
د «ولت» تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، یو شمېر هغه کسان چې ټاکل شوې وه په دې الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شي، د ځینو ملاحظاتو له امله له الوتنې پاتې شول.
دې رسنۍ ویلي چې فدرالي پولیسو لږ تر لږه درې صادر شوې ویزې بېاعتباره اعلان کړې دي.
د دې اقدام دلایل تر اوسه نه دي روښانه شوي.
د جرمني حکومت له وروستۍ الوتنې مخکې ویلي وو چې شاوخوا ۲۸۰۰ نورو افغانانو په دغه هېواد کې د استوګنې د منلو ژمنه تر لاسه کړې.