
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د مسلمانانو د ټولنې د مشرانو سره یو ځای په سپینه مآڼۍ کې روژه ماتی ورکړ.
هغه په دې مراسمو کې د خپل حکومت پر هغه ژمنتيا ټينګار وکړ چې د ابراهيم تړون پر بنسټ په منځني ختيځ کې د تلپاتې سولې لپاره هڅې کوي.
ټرمپ همداراز د امريکا له مسلمانې ټولنې مننه وکړه چې په تېرو ټاکنو کې يې ورته رايې ورکړې وې.
د امريکا ولسمشر د افطار ضيافت ګډونوالو ته په وينا کې وويل: تاسو په سپينه ماڼۍ کې يو داسې څوک لرئ چې ستاسو ملګری دی.
ټرمپ وويل: «موږ هره ورځ د مسلمانې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کوو. زما حکومت په بېوقفې توګه د ديپلوماسۍ له لارې په منځني ختيځ کې د تلپاتې سولې لپاره هڅې کوي، چې د تاريخي ابراهيم تړون پر بنسټ ولاړې دي. ټولو دا کار ناشونی باله، خو اوس موږ دا بشپړولو ته نږدې يو.»
ټرمپ د جو بايډن د منځني ختيځ په اړه د تګلارې په نيوکه کولو سره زياته کړه: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پخواني حکومت د دې تړون لپاره هېڅ ونه کړل. موږ دا د څلورو سترو هېوادونو سره لاسليک کړی و، خو د ابراهيم تړون د اهمیت باوجود، [زموږ له وخته وروسته] هېڅ پرمختګ ونه شو. خو زه احساسوم چې په دې برخه کې به ډېر ژر پرمختګ وکړو. خلک له اوس نه په دې اړه خبرې کوي.»
د یادونې وړده، چې هر کال په سپینه مانۍ کې د وخت د ولسمشرانو له لورې په امریکا کې د مسلمانانو مشرانو ته روژه ماتی ورکول کیږي.