
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان د کراچۍ ښار په قائد اباد سیمه کې د پولیسو یوې تاڼې سره په پولیسو لاسي بم غورځول شوی دی.
دغه پېښه چې نن سهار رامنخته شوې، په کې درې پاکستاني پولیس سخت ټپیان شوي دي او د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي، چې وضعیت یې هم د اندېښنې وړ دی.
را پورونه وایي، چې له پېښې وروسته بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا پر غاړه ندی اخیستی، خو وروستیو کې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې تر بل هر وخت بریدونو زور اخیستی.