
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
سرچینې وایي، د عبدالرحمن نیازی په نوم یو افغان چې تازه د خپلې میرمنې او ۵ اولادونو سره یو ځای امریکا ته تللی و، وړمه ورځ د یوه بل افغان له لورې تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: عبدالرحمن نیازي د امریکا په تیکساس ایالت کې یو خدماتي شرکت درلود او یاد کس ورڅخه د امریکا د ګرین کارت یا له دغه هېواد څخه د ډیپورټ کولو غوښتنه کوله.
سرچینې زیاته کړه، که څه هم نیازي ټینګار کړی وو، چې دغه چاره د نوموړي د صلاحتیت څخه لوړ ده، خو یاد افغان ور باندې برید کړی او هغه یې وژلی.
د عبدالرحمن نیازي په وژنه په ټولنیزو رسنیو کې هم خواشیني ښودل شوې او د هغه اولادونو سره د مرستې په موخه انلاین کمپاین پیل شوی.