ایا پر خلیلزاد به د ټرمپ او طالبانو ترمنځ د منځګړتوب بیاځلي باور وشي؟

( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
افغان اصلا امریکايي زلمی خلیلزاد چې په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د سیاسي ماتې لوی لامل ګڼل کېږي، اټکل دی چې يو ځل بیا به د ټرمپ د حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي کولو لپاره منځګړی/ځانګړی استازی وټاکل شي.
تېره اوونۍ زلمی خلیلزاد په کابل کې د يو امریکايي وګړي (جورج ګلزمن) د خلاصون پر مهال له طالبانو سره ولیدل شو. نوموړی د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پرمهال نيول شوی و.
ظاهراً داسې څرګنده شوه چې ګلزمن د قطر په منځګړتوب د ټرمپ د حکومت او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ خلاص شوی خو همدا زلمی خلیلزاد و چې کابل ته لاړ، هلته يې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره ولیدل، دا امریکايي وګړی يې ازاد کړ او په يوه الوتکه کې دواړه امریکا ته لاړل. د ګلزمن د خلاصون په اړه خلیلزاد پر اېکسپاڼه دا يوه ښه ورځ ګڼلې وه.
د افغانستان د چارو نړيوال کارپوهان وايي، د ټرمپ حکومت ښايي، يو ځل بیا له خلیزاد څخه له طالبانو سره د تعامل لپاره د منځګړي په توګه ګټه پورته کړي، حتی به کابل کې د امریکا د سفارت خلاصون چې ښايي، دغې د ښځو د حقونو ځپونکې ډلې ته په نړيواله توګه د رسميت پېژندلو يوه لویه لاره هم پرانيزي چې ښايي، دا چاره هم وشي.
د لویې جګړې(The Long War) کتاب لیکوال ډېوېډ لوین وايي، که څه هم زلمی خلیزاد هغه کس و چې په تېر کې يې د ټرمپ حکومت ته د طالبانو په اړه غلط تصور ورکړی و چې اوس دغه ډله د ښځو حقونو ته ژمنه ده او ټرمپ يې طالبانو سره خبرو ته کېنولی و؛ خو بیا هم د ټرمپ حکومت مجبور دی چې همداسې يوه څېره دغه کار ته وړاندې کړی.
دی وايي: «داسې ویل کېږي چې ټرمپ غواړي زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د ځانګړي استازي په توګه وټاکي، هغه په ۲۰۱۹ کال کې له ډېر سخت حالت سره مخ شوی و. ځکه ټرمپ پرېکړه کړې وه چې جګړه پای ته ورسوي، دغه وخت د افغانستان له اوسني سیاسي وضعيت سره ورته والی لري، هغه وخت هم امریکا د روسیې پر وړاندې افغان خاوره کارول غوښتل او اوس هم.»
دی وايي: «د ټرمپ حکومت مجبور دی له دغه سړي ګټه پورته کړي خو زما په نظر دا چاره اشتباه ده، ځکه تېر ځل هم خلیلزاد د طالبانو په اړه ناسم تصور کړی و او دا ځل يې هم تلیل غلط دی.»
خلیلزاد په تېرو شاوخوا څلور لسیزو کې د افغانستان له بېلابېلو واکمنانو سره – له دې ډلې په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو پرمهال له شوروي اتحاد سره د دغو ځواکونو د وتلو په اړه – مذکره کوونکی پاتې شوی دی. هغه د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د ټرمپ او بایډن د حکومتونو پرمهال د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له خپلې درې کلنې دندې استعفی ورکړه.
د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزیر مایک پمپيو له لوري زلمی خلیلزاد د طالبانو او د اشرف غني په مشرۍ د جمهوري دولت ترمنځ د خبرو اترو د مشر په توګه وټاکل شو. خو وتوانېد چې له طالبانو سره په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته ورسېږي. هغه هوکړه چې د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه او له افغانستان څخه يې د امریکايي ځواکونو د بشپړو وتلو ته لار حواره کړه چې له امله يې ناټو هم له افغانستان څخه وتلو ته اړه شوه.
د بایډن د حکومت ځيني چارواکو د دوحې تړون له افغانستان څخه په بيړه د امریکايي ځواکونو د وتلو لامل په ګوته کوي. هغه هوکړه چې پر افغانستان يې د طالبانو بیا واکمن کېدو ته زمینه برابره کړه او لویه قرباني یې افغان مېرمنې پرې کوي؛ ځکه له زده کړو او کار له حقونو بې برخې شوې دي.
خلیلزاد په يوه مرکه کې اعتراف کړی چې له افغانستان څخه د امریکاي او ناټو ځواکونو وتل، د دوحې تړون سره سم نه دي شوي او علت يې هم په بېړه باندې افغانستان ته د طالبانو ننوتل په ګوته کړي خو د دوحې په تړون کې يې له خپل ونډ/ رول څخه په کلکه دفاع کړې ده.
هغه دغه راز د ۲۰۲۳ په نومبر کې د امریکا د کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې ته په خبرو کې ويلي وو: «زموږ نظامي قدرت پر طالبانو زموږ د نفوذ لوی ابزار و، په ځلونو مې خپلو مشرانو ته وويل چې تل ووایو چې وځو، موږ لپاره د فشار کومه وسیله نه پاتې کېږي، هغوی ویل ((زموږ پام دی ؛ زلمی)) خو دا پاملرنه له يوې اوونۍ او یا دوو ورځو ډېره نه وه.»
د هند د ستراتيژکو مطالعاتو د مرکز مرستيال او د افغانستان د چارو کارپوه کبیر تنوجا وايي، ټرمپ ځان په داسې شرايطو کې ښکیل کړی چې مجبور دی د خلیلزاد په څېر له يوې ازماېل شوې او اشنا څېرې څخه پر افغانستان د خپل نفوذ د پيدا کېدو لپاره کار واخلي.
دی زیاتوي: «په دې وروستيو میاشتو کې ټرمپ څو ځلې په افغانستان کې د چین او روسیې د نفوذ د پراخېدو په اړه څرګندونې کړې دي. نو همدې ته په کتو يوازینی کس چې کولی شي له ټرمپ سره په دغه برخه کې مرسته وکړي، یوازینی کس دی چې له وړاندې يې پېژني. خو ستونزه ټوله د ټرمپ د ډلې په داخل کې ده چې د خلیلزاد د ټاکلو په اړه شکونه را ولاړوي.»
تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا امریکا په افغانستان کې بېرته سفارت پرانيزي او که نه او ایا خلیلزاد به د خپل ځانګړي استازي په توګه او یا هم د سفير په توګه وټاکي که نه خو د ټرمپ له حکومت سره تر ده بل ښه انتخاب نه لیدل کېږي.