لوبې

دنیش کارتیک : بونیشور کمار روغ دی او د چینای خلاف لوبه کې به ولوبېږي

( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی بونیشور کمار چې سږ کال د بنګلور لوبډلې په ګټه په ای پي ایل سیالیو کې لوبېږي، نوموړي د تمریناتو پر مهال ټپي شوی و او په همدې خاطر په لومړۍ لوبه کې ارام ورکړل شوی و. اوس تازه د بنګلور لوبډلې منیټور دینیش کارتیک خبر ورکړی چې کمار ښه دی او په راتلونکې لوبه کې به د لوبډلې برخه وي.

کمار څو کلونه د حیدراباد لوبډلې سره و چې په دوه پړاوونو کې یې یاده لوبډله رهبري هم کړه خو سږني ای پي ایل کې به د ویرات کوهلي تر څنګ د رویال چیلنجرز بنګلور لوبډلې په ګټه سیالۍ ترسره کړي.

بنګلور سږني پړاو سیالیو کې تر دې مهاله یوه سیالي ترسره کړې چې بریا یې پکې خپله کړې ده.