
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بادغیس سیمه ییزو سرچینو ویلي، د دې ولایت د مقر ولسوالۍ په قرقچ سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي.
دا پېښه نن د غرمې وروسته ۲ بجې رامنځته شوې ده.
په بادغیس کې ځايي مسوولینو هم دا پېښه تاید کړې او زیاته کړې یې ده چې د دې پېښې ټپیان د دې ولایت مرکز قلعهنو ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل تېز چلول او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.