
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې تېر کال یې د دې وزارت له بودجې څخه د غور ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د اوبو د دولس بندونو پروژې پلې کړې دي، چې اوسمهال د دې بندونو ۶۰ سلنه ظرفیت له اوبو ډک شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا بندونه چې په ټولیزه توګه د ۳۸ زره او ۱۳۰ مکعب متره اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، د واورو او موسمي بارانونو د اوبو د ذخیره کولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او د سېلابونو د خطرونو د کمولو په موخه جوړ شوي دي.
د یادونې وړده، چې روان کال په افغانستان کې د وچکالۍ د رامنځته کېدو وړاندوینه هم شوې ده.