
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان له لورې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق خان د «خیبر پښتونخوا د امنیتي او حاکمیتي ننګونو جامع ارزونې» تر نامه لاندې غونډه کې خبرداری ورکړ چې «که طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام ونه کړي، د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه به لغوه شي.»
هغه روښانه کړه چې تحریک طالبان پاکستان «د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د اړیکو بحراني ټکی دی او موږ باید د دې لپاره یو حل پیدا کړو.»
صادق خان طالبانو ته په خطاب کې وویل: «په پای کې به څه پېښ شي؟ دا خلک به څه وکړي؟ آیا دوی د (۱۱ سپټمبر) په څېر یوې پېښې ته منتظر دي چې بهرنیان اقدام وکړي او د افغانستان خلک یې تاوان ورکړي؟ دا زموږ او افغانستان دواړو لپاره جدي پوښتنې دي.»
د پاکستان د افغانستان لپاره استازي د خپلو خبرو په پای کې اشاره وکړه چې افغانستان ۴۴ زره کلي لري او طالبان یې ټول کنټرولوي، دا ډول کنټرول د افغانستان په تاریخ کې بېساری دی؛ خو د (ټي ټي پي) ډله په ټول افغانستان کې په ازاد ډول وسله ګرځوي او هیڅوک یې مخه نه نیسي.
خو طالبانو په ځلونو د پاکستان یادې ادعاګانې رد کړي او وایي، چې دغه هېواد دې د تورونو پر ځای د خپل هېواد امنیت ته پاملرنه وکړي.