افغانستانخبرونه

د طالبانو مخالفین له اسرائیلو سره اړیکه کې دي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د پروان ولایت د استخباراتو رئیس وایي، د طالبانو مخالفین له اسرائیل سره په اړیکه کې دي.

په یوه عمومي غونډه کې د طالبانو د پروان ولایت د استخباراتو رئیس محمد صدیق مخلص ویلي،

 د طالبانو د حکومت ځینې مخالفین د اسرائیلو رژیم د استخباراتي سازمانونو سره مستقیمې اړیکې لري، خو دا مخالفین یې مشخص نه کړل.

 هغه په دې ناسته کې د افغانستان د سیاسي تحولاتو په اړه د ځوان نسل د پوهاوي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «تاسو باید پوه شئ چې زموږ ځینې هېوادوال، چې له هېواده بهر ژوند کوي، حتی له اسرائیل څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.»

تر دې وړاندې هم طالبانو د افغانانو په اړه بېلا بېلې څرګندونې کړي.