خبرونهنړۍ

په اوکراین د روس په تازه برید کې ۱۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوکراین په شمالي ښار سومی په مرکزي برخه د روسیې بېلستیک توغندی لګېدلی، چې له امله یې ۳۱ تنه وژل شوي او ۸۴ نور ټپيان دي.

د بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې؛  دا برید سږ کال په اوکراین باندې تر ټولو زیات مرګونی برید دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دې برید سخته غندنه وکړه، دا یې ترهګریز عمل وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د روس پر ضد سخت غبرګون وښيي.

د اوکراین ولسمشر پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو هم خپره کړه، چې په کې د برید له امله د وژل شویو کسانو مړي او ویجاړې شوې موټرې لیدل کېږي.

هغه لیکلي: دا برید په هغه ورځ وشو، کله چې خلک کلیساګانو ته د عبادت لپاره روان وو.