راپورونه

د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو په دارفور کې ۴۵۰ کسان وژلي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوډان د آزادۍ پوځ جنبش وایي،  د چټک غبرګون ځواکونو د دارفور په مرکز الفاشر او د کډوالو په کمپونو باندې په درې ورځني بریدونو کې ۴۵۰ کسان وژلي دي.

د را پورونو له مخې؛ د سوډان د آزادۍ پوځ جنبش ټینګار کړی چې پوځ باید ژر تر ژره د الفاشر ښار د شاوخوا یو نیم میلیون اوسېدونکو د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې، د دارفور محلي دولت ویلي چې د چټک غبرګون ځواکونو له خوا د الفاشر په زمزم کمپ باندې برید کې ۳۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دارفور حاکم «مني ارکو مناوي» ویلي چې د چټک غبرګون ځواکونو له خوا د الفاشر او د زمزم او ابوشوک کمپونو پر وړاندې په درې ورځني بریدونو کې شاوخوا ۴۵۰ کسان وژل شوي دي.

مناوي زیاته کړې چې په الفاشر کې زموږ د ځواکونو لپاره د پوځ د هوايي ځواک ملاتړ بند شوی دی.

د سوډان کورنۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اپرېل راهیسې د سوډان د پوځ او د «محمد حمدان دقلو» یا «حمیدتي» په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره پیل شوه او تر اوسه د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالې منځګړیتوب هڅې بې پایلې پاتې دي.

د دې جګړې له امله تر اوسه له ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان کډوال شوي، چې ۳۰۰ زره یې ماشومان دي.

ویل کیږي، په وروستیو اونیو کې  ۶۰ زره نور کسان هم کډوال شوي دي.