
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان چې له یوې څخه تر پینځو ورځو پورې په بند کې وو، د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
پاکستان د افغان کډوالو د جبري راستنولو دوېیمه لړۍ پیل کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنوي.
نن د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د پاکستان له سفیر په لېدنه کې د افغان کډوالو سره په نامناسب چلند خواشیني ښودلې وه او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په دې اړه خپل چلند بدل کړي.