
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) اعلان کړی چې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې لپاره به یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا په اعلامیه کې ویل شوي د هند، انګلستان او اسټرالیا له کرېکټ بورډونو سره په همکارۍ به یوه ځانګړی مالي صندوق رامنځته شي چې موخه به یې د دغو لوبغاړو لپاره مستقیم مالي ملاتړ برابرول وي.
د مالي مرستې ترڅنګ، دغه پلان یوه پرمختللې مسلکي برنامه هم لري چې پکې د روزونکو ټریننګونه، نړۍوالې اسانتیاوې کارول او نورې ځانګړي لارښوونې شاملې دي.
د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې غړي اوس مهال په بهر کې ژوند کوي.