
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي، د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی، حمیدحسن د دغې شورا د سړیو کرکټ کاري کمېټې غړي په توګه ټاکل شوی دی.
د هندي کرېکټر، سوراف ګنګولي په مشرۍ په دغه کمېټه کې د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکی، جاناتن ټراټ، د سویلي افریقې لوبډلمشر، ټېمبا بووما او د وېسټ انډیز پخوانی کرېکټ لوبغاړی، ډېسمونډ هېنس هم د نویو غړو په توګه ټاکل شوي دي.
د یادونې ده چې په دغه کاري کمېټه کې د بل هندي کرېکټر، وي وي لکشمن غړیتوب هم غځول شوی دی.