افغانستانخبرونه

قزاقستان له افغانستان سره څه باندې دوه زره ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له رییس ملا نورالدین ترابي سره په کتنه کې د هغو مرستو لېست ورسپارلی، چې د ۳۶ واګونو له لارې د حیرتان بندر ته لېږل شوې دي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، چې په دې مرستو کې زر ټنه اوړه، یو زر او ۲۴۳ ټنه وریجې، زر لیتره غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.

د قزاقستان سفیر په دې کتنه کې ویلي چې راتلونکې اوونۍ به ۳.۵ ټنه درمل او روغتیايي تجهیزات هم د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې افغانستان ته راولېږل شي.

اکباسوف زیاته کړې چې قزاقستان د اسلامي امارت د اړتیاوو او غوښتنو پر اساس له افغانستان سره خپلو نورو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

ورته مهال، ملا نورالدین ترابي د قزاقستان له دغو بشري مرستو مننه کړې او د دوام غوښتنه یې کړې ده.