
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
د یاد وزارت په وینا؛ دغه پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو، ترانزیټي او ترانسپورټي ستونزو د حل په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر تېره ورځ (سهشنبه، د وري ۲۷مه) د هېواد د خصوصي سکټور له غړو سره د یوې ناستې په ترڅ کې هغه ستونزې هم اورېدلي، چې افغان سوداګر یې له پاکستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورټ په برخه کې لري.