
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د طالبانو تحریک وایي، تر دې وروسته به د پوځ اړوند پلورنځي او سوداګریز مرکزونه د بریدونو موخه وګرځوي.
دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې یې دوه میاشتې ضرب الاجل ټاکلی و، چې د هغې د پای ته رسیدو وروسته به تر دې وروسته په پاکستان کې د پوځ اړوند پلورنځي او سوداګریز مرکزونه د خپلو بریدونو موخه وګرځوي.
دا ګواښ ښيي چې د دې ډلې پخپلې ستراتیژۍ کې د پام وړ بدلون رامنځته کړی.
دوی به پخوان تر ډیره کچه نظامي مرکزونه په نښه کول، خو دا لومړی ځل دی، چې سوداګریز مرکزونه او پلورنځي هم د بریدونو موخه ګرځوي.