خبرونهنړۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ ډار وايي، د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره به نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

د یاد هېواد رسنیو راپور ورکړی چې هغه به د ۱۴۰۴ کال د وري په ۲۹مه کابل ته ولاړ شي.

دا به د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د اسحاق‌ ډار لومړنی او د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دویم سفر وي.

د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، د پاکستان پخواني بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې کابل ته تللی و.

له هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې حنا رباني کهر د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و.

دا په داسې حال ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته رسمي سفر وکړ او تیره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځآنګړي استازي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.