افغانستانخبرونه

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال سبا کابل ته ځي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار  سبا د شنبې په ورځ کابل ته یوه ورځنی سفر لري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزار ت وایي، محمد اسحاق‌ ډار به په دې یو ورځني سفر کې، د طالبانو د نورو چارواکو ترڅنګ د دغه ډلې د رئیس الوزرا سره لیده کاته وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، د دې لیدنې پر مهال به د امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو په برخو کې د همکارۍ په پياوړتیا خبرې اترې وشي.