طالبانو د امریکا څخه پاتې ۵ سوه زره وسلې په ترهګرو پلورلي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
بریتانیایي رسنيو ویلي، افغان طالبانو د امريکايي پوځ لخوا پرېښودل شوي ۵ سوه زره وسلې په ترهګرو پلورلي او د ملګرو ملتوونو امنیت شورا کمیټې ته ویل شوي، چې د پوځي وسايلو له نيمايي څخه کم حساب نه شي ورکولی.
د برتانوي نشراتي ادارې را پور کې ویل شوي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۵۰۰،۰۰۰ وسلې ورکې شوي، چې ورکې شوې امريکايي وسلې يا پلورل شوي او يا هم ترهګرو ډلو ته قاچاق شوي دي.
د راپور له مخې، ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې پرېښودل شوي امريکايي وسلې د القاعدې پورې تړلو ډلو ته هم رسېدلي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د القاعدې اړوندو ډلو په افغانستان کې امريکايي وسلو ته لاسرسی لري.
د برتانوي نشراتي ادارې په راپور کې دا هم ويل شوي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کمېټې ته ويلي، د پوځي وسايلو له نيمايي څخه کم حساب نه شي ورکولی.
راپور وايي، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د نيولو وروسته نږدې یو میلیون وسلې او پوځي وسايل ترلاسه کړي وو.
د طالبانو مرستيال وياند حمدالله فطرت د برتانوي نشراتي ادارې سره په خبرو کې ویلي، د وسلو د خونديتوب او زېرمه کولو په اړه دوی جدي دي، ټولې سپکې او درنې وسلې په بشپړه توګه خوندي دي، او د قاچاق يا زيان اړولو تورونه په کلکه ردوي.
د برتانوي خپرونکي ادارې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال راپور وايي، طالبانو خپلو سيمهييزو قوماندانانو ته امر کړی و، چې د امريکايي وسلو ۲۰ سلنه وساتي، چې له امله يې تور بازار ته وده ورکړل شوې.
په کندهار کې يوه خبريال د برتانوي خپرونکي ادارې سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نږدې يو کال پورې امريکايي وسلې په خلاص بازار کې پلورل کېدې، خو اوس د امريکايي وسلو تجارت پټ (انډرګراونډ) شوی دی.
د خپرونکي ادارې د راپور له مخې، د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکې ادارې (سيګار) د وسلو کم شمېر راپور کړی، خو د امريکې ولسمشر ټرمپ ويلي، چې په افغانستان کې د ۸۵ ميليارده ډالرو په ارزښت عصري امريکايي وسلې پرېښودل شوې دي.