افغانستانخبرونه

بغلان کې یوه کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن، ورور او وراره وژلی دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه په خنجان ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچېنې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه پېښه د کورنیو شخړې له امله شوې ده.

طالبانو ویلي، تورن کس له سیمې تښتېدلی خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي .

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کاپیسا ولایت کې هم یوه کس درې تنه په ډزو وژلي وو.