
کابل ټیلیګراف – د غويي لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۶۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د تېر کال د مارچ له ۱۸مې نېټې راهیسې، کله چې د اسرائیلو پوځ اوربند نقض او په غزه یې بریدونه پیل کړل، تر تر اوسه ۱۸۶۴ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۴۸۹۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي؛ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلو لخوا پر غزې د بریدونو له امله په ټولیز ډول تر اوسه ۵۱۲۴۰ تنه شهیدان او ۱۱۶۹۳۱ تنه نور ټپيان شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې یو ځل بیا د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د خبرو اترو د پیل کېدو او اوربند د رامنځته کېدو هڅې پیل شوي.