افغانستانخبرونه

پاکستان د افغان کډوالو د شکایتونو د څېړنې مرکز جوړ کړی

کابل ټیلیګراف – د غويي  لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال 

په اسلام‌آباد کې د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ځورونې د شکایتونو د څېړنې مرکز جوړ کړی دی.

دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا مرکز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار او په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ د لیدنې یوه ورځ وروسته په اسلام‌آباد کې جوړ شوی دی.

په ورته افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم ویلي، چې  د افغان کډوالو لپاره یې ۲۴ ساعته ځواب ویوونکی مرکز پرانیستی.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌دار له کابل سفر وروسته، د پاکستان حکومت د ملي بحران مدیریت په مرکز (NCIMC) کې د ۲۴ ساعته فدرالي کنټرول خونې د پرانیستې اعلان وکړ.

دا مرکز به د IFRP مرستندویه لینونو په پرانیستلو سره د افغان اتباعو د ملاتړ او د هغوی د بېرته ستنېدو په بهیر کې د ځورونې اړوند شکایتونو د حل لپاره فعالیت وکړي.