افغانستانخبرونه

د قدیر کورنۍ؛ ظاهر قدیر د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی

کابل ټیلیګراف – د غويي  لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ وایي، نوموړی د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

د هغه د کورنۍ غړو په ټولنیزو شبکو کې خبر ورکړی، چې ظاهر قدیر د وري په ۲۶مه د خپلې کورنۍ له غړو سره له اړیکې وروسته هر ډول ارتباط قطعه شوی دی.

د ظاهر قدیر کورنۍ غړو لیکلي: «څو ورځې وړاندې حاجي عبدالظاهر قدیر بهرني سفر درلود. له بده مرغه، د هغه د خبرو له مخې چې هماغه شیبه یې موږ ته خبر راکړ، هغه د امریکا د استخباراتي پولیسو له خوا د دوبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوی دی. هغه تر اوسه بیا اړیکه نه ده نیولې او ناپدید دی.» 

متحده عربي اماراتو تر اوسه په دې اړه هیڅ رسمي غبرګون یا اعلامیه نه ده خپره کړې.