افغانستانخبرونه

اروزګان کې یو تن وژل شوی دی

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

اروزګان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې ناپېژانده کسانو یو تن په ډزو وژلی دی.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه ترینکوټ ښار بلاغ سیمه کې یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

طالبانو ویلي چې په دې اړه نور جزییات نشته خو په اړه یې یو تورن کس نیولی شوی دی.