افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د بې ‌کارۍ کچه دوه برابره زیاته شوې

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپور شوی، په هېواد کې د بې ‌کارۍ کچه دوه برابره شوې او د هر څلورو ځوانانو له ډلې یو یې بې‌کاره دی.

په دې راپور کې، چې نن (چهارشنبه، د ثور ۳مه) خپور شوی، راغلي چې په هېواد کې بې‌ کاري زیاته شوې او د ځوانانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کار موندنه خورا محدوده ده.

د نړیوال بانک په وینا، په افغانستان کې د بې ‌کارۍ کچه دوه برابره شوې او تر ۲۰۲۳ کال پورې د ځوانانو (د ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو) یوه څلورمه برخه بې‌کاره وه.

نړیوال بانک زیاته کړې چې د جنسیتي نابرابریو دوام لري او ښځې د کار په بازار کې په نامناسب وضعیت کې دي.