
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پکتیا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانی سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه ميرمن ټپي شوې.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پېښه تېره ورځ ناوخته د زرمت ولسوالي د الزو سيمه کې رامينځته شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د پیـښې رامنځته کیدو علت د یو ماشوم لخوا په يوې ناچاوده سرګلولې لوبې کولې چې له کبله يې چاودنه رامينځته شوې.
طالبان ویلي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.