
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
نورستان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د یادې قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کامدېش ولسوالۍ اړوند پتېګل سیمه کې يو سراچه ډوله موټر له سړک څخه ښکته درې ته غورځېدلی دی.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.