افغانستانخبرونه

کندهار کې د یوه جومات امام وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کندهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یوه دیني عالم وژل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د زیل‌اباد برمو په سیمه کې شوې ده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، یاد دیني عالم د یوه جومات ملا امام و او شخصي دښمني یې درلوده.

طالبانو ویلي چې هڅه کوي چې د پېښې عاملین ونیول شي.