
کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، فکري نه کوي، چې هند به د سند طاس تړون ماتولو سره سره څه تر لاسه کړي.
خواجه آصف د پاکستان جیونیوز سره خبرو کې ویلي، هند تر اوسه د پاکستان له خوا د غیر جانبدارانه پلټنو وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان له ټولې نړۍ غوښتنه کړې چې یو نړیوال کمېسیون جوړ کړي، ترڅو پلټنې ترسره او روغتیا او دروغ د نړۍ مخې ته راشي.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل، د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کارول کېږي او پر دې هیڅ اقدام نه دی شوی.
هغه وايي، ټي ټي پي او بي اېل اې د افغانستان سره تړلې اړیکه لري.