خبرونهنړۍ

د پاکستان پوځ: د افغانستان سره سرحد کې مو ۱۷ نور وسله وال مخالفین ووژل

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پآکستان پوځ وایي، د پاک ـ افغان سرحد سره یې د ترسره شویو تازه عملیاتو په ترڅ کې د هندي بادارانو لپاره عملیات کوونکي ۱۷ وسله وال وژلي.

دوی زیاتوي، د یادو کسانو په وژل کېدو سره په دې سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د وژل شویو مخالفینو شمېر ۷۱ تنو ته ورسید.

د پوځ د عامه اړیکو خبرپآڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د پاک – افغان سرحد پر حسنکېل شاوخوا سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د دوی ۱۷ مخالفین چې د هندي بادارانو په لارښوونه یې عملیات کول، ووژل شول.

دوی زیاتوي، د وژل شویو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.