افغانستانخبرونه

طالبان: تېر یو کال کې مو ۹۳۵ کوډګر نیولي

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو امر باالمعروف وزارت او نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدو وزارت وایي، تیر یو کال کې په ټول هېواد کې ۹۳۵ کوډګر نیولي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون ولایتونو کې د کوډګرو او هغو عناصرو د نیولو په لړ کې چې ټولنه کې اختلاف، تفرقه او بد اخلاقي ته لمن وهي، ټولټال ۹۳۵ کوډګر نیول شوي.

هغه وویل، دغه کوډګر د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د یادو کوډګرو له ډلې ۱۲۵ په تخار، ۱۱۱ په بغلان او ۱۱۷ کابل او پاتې نورو ولایتونو کې نیول شوي دي.