افغانستانخبرونه

د ایران او افغانستان ترمنځ له کلونو ځنډ وروسته ګډ اقتصادي کمېسیون فعالیږي

کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان پانګوال دې د چابهار بندر ته جدي او قوي پاملرنه وکړي او زیاتوي، چې له کلونو ځنډ وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ اقتصادي کمېسیون فعاله کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي رئیس او د وزارت مرستیال محمدرضا بهرامي، د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او ظرفیتونو د پېژندنې په نندارتون کې د چابهار بندر یو طلایي فرصت وباله.

نوموړي زیاته کړه: «افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، او چابهار د آزادو اوبو سره د نښلېدو غوره لاره ده، له افغان پانګوالو غواړو چې د چابهار بندر ته جدي او قوي پاملرنه وکړي.»

محمدرضا بهرامي روان کال د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړ، چې له څو کلونو وقفې وروسته به فعالیت پیل کړي.