افغانستانخبرونه

د افغانستان لس ولایتونو کې د باران وریدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت د افغانستان په لسو ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو د راتلو احتمال خبر ورکړی دی.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د لسو تر پنځه ویشت ملي ‌متره پورې باران ورېدو وړاندوینه شوې ده.

همدارنګه ویل شوي چې د سالنګونو د لویو لارو په ګډون د افغانستان په ځینو شمالي، سویل‌ختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د باد سرعت په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې د پنځوسو څخه تر سل کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

افغانستان د بارانونو په موسم کې تل له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او په داسې حالاتو کې یې ډېر قربانیان او زیانونه لیدلي دي.