
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو په پنجشیر ولایت کې ۳ زره او ۲۹۵ قیراطه زمرود د ازادۍ دوطلبۍ له لارې په ۲۲۶ زره امریکایي ډالرو پلورلي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریئس محمد قاسم امیري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په دغه دوطلبۍ کې د ۴ چینایي سوداګرو په ګډون د هېواد ۱۱۰ سوداګرو ګډون کړی وو.
د قاسم په وینا دغه څه باندې درې زره قیراطه زمرود د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه را ویستل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو په اساس یاد ولایت کې د زمرودو ۱۷۲۱ کانونه ثبت شوي چې ددغه کانونو له ډلې د ۵۵۰ هغو کیندنه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې پنجشېر ولایت کې د زمرودو د کان کیندنې په برخه کې له ۱۵ زرو ډېر وګړي په کار کولو بوخت دي.