
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
تخار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په فرخار ولسوالۍ کې یو تن وژل شوی او په تړاو یې دوه تنه وژل شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوو دغو دوو کسانو چې د مرکز تالقان د زرګري سیمې اوسېدونکي دي، د فرخار ولسوالۍ یو اوسېدونکی د کورنۍ ستونزو له امله د چاقو په وسیله وژلی و.
سرچینه کاږي چې دغه قاتلین د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو له لوري د یوه راپور له ترلاسه کولو وروسته ونیول شول.
سرچینه زیاتوي چې قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې او له تورنو لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.