خبرونهنړۍ

ټرمپ په بهرنیو فلمونو سل سلنه ګمرکي تعرفه ولګوله

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو د لوړولو لړۍ کې په هغه فلمونو هم سل سلنه ګمرکي تعرفې لګولي، چې له دغه هېواد څخه بهر تولیدیږي.

ډونالډ ټرمپ بیا ځل د امریکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د نړۍ له اکثریت هېوادونو سره سوداګریزه جګړه پیل کړې او په دې لړ کې په اروپآ، امریکا، چین، کاناډا، مکسیکو او ګڼ نورو هېوادونو باندې ګمرکي تعرفې لوړي کړي.

د ټرمپ د دغه اقداماتو په غبرګون کې هېوادونو هم ورته اقدامات ترسره کړي، چې له امله یې اقتصادي بحرانونو اندېښنې زیاتې شوي دي.

د تعرفو د لوړېدو د پيل شوې لړۍ په غبرګون کې د ګڼ شمېر هېوادونو سربېره امریکا کې هم د ټرمپ پر ضد لاریونونه وشول، خو نوموړې خپلې تګلارې ته دوام ورکړی.