
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې یې ۱۸ میله کلاشینکوفونه نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیا امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د دې ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۱۸ میله کلاشینکوفونه موندلي او ضبط کړي دي.
سرچېنې لیکلی، یادې شمېر وسلې چې غیر مسؤلو خلکو له ځانونو سره ساتلې وې، د پولیسو په بېلابېلو چاڼيزو عملیاتو کې کشف او ضبط شوي دي.