
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو او امریکا جنګي الوتکو تېره شپه د یمن د الحدیده بندر او په دې ښار کې د سمنټو یوه فابریکه بمبار کړه، چې له امله یې دوه ته ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي دي.
یمني رسنیو راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې ۳۰ جنګي الوتکې کارول شوې او د یمن په ۴۸ سیمو بمباري شوې.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې دا برید د یمن له خوا د تل ابیب پر بن ګوریون هوایي ډګر د برید په غبرګون کې ترسره شوی دی.
خو د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي ویلي چې پر بن ګوریون هوایي ډګر وروستی توغندیز برید یوازې د اسرائیلي رژیم لپاره یو خبرداری و او دا ډول بریدونه به تر هغې دوام وکړي چې په غزه کې جګړه ونه درېږي.
البخیتي زیاته کړې چې د دې بریدونو له امله به موږ سمندري او هوایي محاصره لغوه نه کړو، بلکې د غزې د تړانګې په ملاتړ به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړو.
د انصارالله دې غړي ټینګار کړی چې یمن به د دښمن د تجاوزاتو ځواب ووایي.