افغانستانخبرونه

په غزه کې د اسرائیلو د تازه بریدونو له امله دوه خبریالانو په ګډون ۹۲ نور کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او دوو خبریالانو په ګډون لږترلږه ۹۲ کسان وژل شوي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه بریدونه د غزې په بېلابېلو برخو کې د کډوالو په ښوونځیو، هوټل او نورو ګڼ مېشتو سیمو کې شوي دي.

اسراییلي له بریدونو سره سره غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې او د ښځو او ماشومانو په ګډون د فلسطینیانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.