
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان اوتاراکند ایالت په اوتاراکاشي سیمه کې د یوې چورلکې د غورځېدو پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د اوتاراکند ایالت په اوتاراکاشي سیمه کې رامنځته شوې او ۶ سیلانیان چې په دې چورلکه کې سپاره وو، ټول وژل شوي دي.
د اوتاراکند ایالت لومړي وزیر پوشکر سینګ دهامي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د دې پېښې د پلټنو امر یې صادر کړی دی.
ویل شوي چې د دې چورلکې پیلوټ ټپي دی او وضعیت یې هم نازک ښودل شوی.