
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونه به د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې تر پایه (د غبرګولي لسمه) د ۳۶۰ کیلوټنه ځواک لرونکی B61-13 ترموهستهيي بمب چمتو کړي.
د را پورونو له مخې؛ دا بم به د ستراتیژیکو بمبافکنو لپاره ډیزاین شوی او د زړو بمونو پر ځای به کارول کېږي.
دا ترموهستهيي بم د هیروشیما پر ضد کارول شوي اټومي بم په پرتله ۲۴ چنده پیاوړی وي.
متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره د نويو اټومي خولیو د تولید لپاره ۲۱ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.