افغانستانخبرونه

د افغانستان – پاکستان – چین درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، د افغانستان – پاکستان – چین لومړنۍ درې اړخیزه غونډه نن (شنبه) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په کوربتوب کابل کې ترسره شوې ده.

د محمد صادق په خبره، دغه غونډه کې د اقتصاد، امنیت او د سیمې د ثبات په اړه د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

صادق خان تېره ورځ ماښام کابل ته راغلی و.