خبرونهنړۍ

د ټرمپ له منځګړیتوب وروسته د پاکستان هوایي حریم د الوتنو پرمخ پرانیستل شو

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (پی اې اې) ویاند په اعلامیه کې ویلي، د دې هېواد ټول هوايي ډګرونه د عادي الوتنو د ترسره کولو لپاره چمتو دی.

د پی اې اې په وینا، د پاکستان هوايي حدود د هر ډول الوتنو لپاره په بشپړه توګه بېرته پرانیستل شوي دي.

د پی اې اې ویاند زیاته کړې، له مسافرو غوښتنه کېږي چې د خپلو الوتنو د تازه مهالویش لپاره له اړوندو هوايي شرکتونو سره اړیکه ونیسي.

د یادونې وړده، چې تر د هند سره د پاکستان د جګړې له امله د پاکستان هوایي حریم او کورنۍ الوتنې په بشپړ ډول درول شوې وې.

ټرمپ تازه اعلان وکړ، چې په منځګړیتوب یې هند او پاکستان اوربند وکړ.