خبرونهنړۍ

سریلانکا کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

په سریلانکا کې د زائرینو بس موټر په کندې کې لویدلی، چې له امله یې ۲۱ کسان مړه شوي.

د سریلانکا په مرکزي غرنۍ سیمه کې د بودایي زائرینو یو بس، چې اویا تنه مسافر یې لېږدول، په کندې کې لویدلی، چې له امله یې ۲۱ تنه مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د یکشنبې په سهار د کوټمالې په سیمه کې رامنځته شوه، چې د پلازمېنې کولمبو څخه شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره لیرې پرته ده.
د سریلانکا د ټرانسپورټ او لویو لارو مرستیال وزیر پراسانا ګنا سینا په وینا، د مړو شویو د هویت پېژندلو هڅې روانې دي.