
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان کرکټ ملي لوبدلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي له ټیسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.
که څه هم د هندوستان کرکټ بورډ له نوموړي غوښتي، چې خپله پرېکړه بدله کړي، خو نوموړي ویلي، چې دا سخته پرېکړه ده، مګر په د ښه احساس په درلودلو سره له ټیسټ کرکټ ښې خاطرې لري.
ویرات کوهلي د هندوستان لپاره ۱۲۳ ټیسټ لوبو کې ۹۲۳۰ منډې کړي.
هغه د شل اوریز نړیوال جام له بریا وروسته له یاد فارم څخه هم استعفا ورکړې وه.
یوه اونۍ وړاندې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ټیسټ کپتان روهیت شرما هم له ټیسټ لوبو څخه استعفا ورکړې وه.