
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور، د ازبکستان د انرژۍ په پنځمې نړیوالې غونډې کې د ګډون په موخه تاشکند ته تللی.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا غونډه د “سیمهییزې همکارۍ لپاره دوامداره انرژي” تر سرلیک لاندې ترسره کېږي، چې د سیمهییزو همکاريو د ستراتیژیو، د انرژۍ بازار جوړولو او نظرونو تبادلې لپاره یو ښه فرصت دی.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست به په دې غونډه کې د انرژۍ همکاريو د پیاوړې کولو، نوي ټکنالوژیو او په دې برخه کې د موجوده ننګونو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړي.
دا غونډه د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو د وزیرانو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د مې له ۱۳ څخه تر ۱۵ (د ثور ۲۳ تر ۲۵) پورې ترسره کېږي.